کورپاڼه / خبرونه / حميد حسن؛ لوبغاړى، کمنټېټر او د توپ اچونې سلاکار؛ جالب او که ماشومانه کړنه؟
حميد حسن

حميد حسن؛ لوبغاړى، کمنټېټر او د توپ اچونې سلاکار؛ جالب او که ماشومانه کړنه؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه هم داسې ښکاري چې د يو کلي لوبډله جوړه شوې ده، ځکه چې داسې داسې کارونه پکې ترسره کېږي، چې هېڅ د انسان عقل يې نه مني.

نه يوازې دا چې د ځينو مشهورو لوبغاړو په خوښه داسې لوبغاړي لوبول کېږي، چې تر هغوى ډېر تکړه لوبغاړي بهر ناست وي، خو دا په واسطه او ملګرتيا باندې په مېدان کې لوبېږي.

خو تر ټولو جالب او نا اشنا کار بيا دا دى، چې يو لوبغاړى، د دې تر څنګ چې په ملي لوبډله کې لوبه کوي، تر څنګ يې کمنټيټر هم دى او همدا راز د توپ اچونې په برخه کې بيا د ملي لوبډلې سلاکار هم دى.

حميد حسن چې پخوا د افغانستان يو له مهمو توپ اچونکو څخه و، اوس څلور اورونه هم په مېدان کې نه شي ترسره کولى، خو بيا هم هر نړيوال جام او هر سيريز کې دې ته په تمه وي چې بايد د افغانستان لپاره ولوبېږي.

د دې تر څنګ هغه د افغانستان په نړيوالو لوبو کې کمنټري هم کړې ده او د ايرلېنډ پر وړاندې په وروستيو لوبو کې د افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې سلاکار هم و.

نه هم په کرکټ بورډ کې داسې څوک شته او نه په خپله حميد حسن دا فکر کوي، چې دا لوبډله يې تر مرګه پورې په ټېکه نه ده اخيستې، نور يې وخت ختم دى او بايد چې په بله برخه کې کار وکړي.

له دې څخه د ملي لوبډلې او کرکټ بورډ ادارې حېثيت او شفافيت په اسانه معلومولى شئ، چې دلته هر څه په اړيکو او ملګرتيا روان دي او د سيسټم په نوم هېڅ هم شتون نه لري.

د دې تر څنګ د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړى هم دى، دا دواړه داسې جالبې پېښې دي، چې د کرکټ په نړۍ کې تر دې مخکې نه دي ليدل شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …