غټ مرچک چې د مرچکو یو ډول دی، د خپل مختلف رنګ، خوند او د تریخوالي د نه شتون په سبب ځانګړی شهرت لري او ټول خلک یې خوښوي.
په عموم کې غټ مرچک په کورونو کې د سلاد په ډول سره استعمالېږي او په پیزا او برګرو کې هم د خوند لپاره کارول کېږي. دغه مرچک د خپل رنګ، خوند او ډول سربېره د انسان د روغتیا لپاره ځانګړې ګټې هم لري.
هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته وي یاهم وېره ورسره وي چې د زړه په ناروغۍ به اخته شي، هغوی دې پخپل غذایي رژیم کې غټ مرچک شامل کړي، ځکه چې دغه ډول مرچک د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
دغه راز هغه کسان چې د ویټامین ای او ویټامین بي له کمښت سره مخ وي، هغوی دې هم پخپلو خوراکي توکو کې مرچک شامل کړي او د غذایي رژیم برخه دې وګرځوي.
بله خوا په غټو مرچکو کې د سلفر شتون د مختلفو سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د غټو مرچکو په جوړښت کې د لیوټین په نوم انزایم شتون لري چې د سترګو نظر ښه کوي او د ګل کېدو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.