کورپاڼه / بېلا بېل / کوچني ماشومان چې له ژور خوبه راپورته شي او په ژړا پیل وکړي، سببونه یې څه وي؟

کوچني ماشومان چې له ژور خوبه راپورته شي او په ژړا پیل وکړي، سببونه یې څه وي؟

که چېرته ستاسې ماشوم په ژړا شي، نو ستاسې طبیعي غبرګون به دا وي چې هغه په غېږ کې واخلئ، خو ترټولو غوره کار بیا دادی چې تاسې وګورئ چې ماشوم مو ولې ژاړي.

که چېرته ستاسې ماشوم له خوب څخه راپورته شي او په ژړا پیل وکړي، نو ددې مطلب دا نه وي چې له خوبه را پورته شوی، دا په حقیقت کې د ماشوم له بیدارۍ څخه تر ژور خوبه پورې یو غبرګون دی، نو هڅه وکړئ چې خپل ماشوم ژر په غېږ کې وانخلئ، بلکې د ژړا غږ ته یې متوجې شئ، یو ماشوم چې کله د شپې پرمهال ژاړي نو ډېر سببونه لرلی شي، شاید متیازې یې کړي وي، وږی به وي، ساړه به یې شوي او یاهم شاید ناروغ وي، چې په همدې سبب بېرته نه وېده کېږي یا خوب نه ورځي.

په داسې حالاتو کې ماشوم ارام وساتئ او هڅه وکړي چې سکون ور په برخه کړئ، له شور څخه یې لېرې وساتئ او روښانه کوټه کې هم مه وېده کوئ، پمپر ورته بدل کړئ او که چېرته یې نورې اړتیاوې درلودې ور پوره یې کړئ او ماشوم ته د خاموشئ او تیارې په ورکولو سره دا احساس وکړئ چې شپه د خوب وخت دی او باید خوب ور پکې وشي.

دا هم ولولئ

محکمه

هغه قاضي چې ځان ته يې په خپله سزا واوروله

د مصر په يوې ځايي محکمې کې يو قاضي د خپلې تېروتنې څخه وروسته ځان …