کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان له ټولنیزو رسنیو سره مخه ښه وکړه او وروستی پوسټ یې هم وکړ

عامر خان له ټولنیزو رسنیو سره مخه ښه وکړه او وروستی پوسټ یې هم وکړ

د هندوستان مشهور اداکار او هنرمند عامر خان له ټولنیزو رسنیو سره مخه ښه وکړه او په دې اړه یې وروستی پوسټ هم وکړ.

ویل کېږي چې عامر خان د خپلې شپږ پنځوسمې کلېزې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ اعلان وکړ، چې ټولنېزې رسنۍ پرېږدي. نوموړي دغه اعلان په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کړی دی.

عامر خان پخپل پیغام کې خپلو مینوالو ته ویلي، چې له دې وروسته به یې په ټولنیزو رسنیو کې ونه لېدل شي، نوموړي لیکي چې ملګرو د کلېزې پر مناسبت ستاسو له مینې او خلوص څخه ډېره زیاته مننه، دا وخت زما زړه ډېر احساساتي دی.

&

نوموړي دا هم لیکلي، چې د بل خبر مطابق دا یې په ټولنیزو رسنیو کې وروستی پوسټ دی. دی وایي، چې زه په دې پوهېدم چې ډېر فعال یا متحرک یم، خو ما ددغې ځان ښودنې د پرېښودلو پرېکړه کړې.

عامر خان وایي چې له خپلو مینوالو سره به هغه ډول خبرې کوي لکه څنګه چې یې وړاندې کولې، نوموړی زیاتوي چې پروډکشن یې یو نوی چینل جوړ کړی او د چینل له لارې دده او فلمونو په اړه یې معلومات ترلاسه کولی شئ.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …