ولسمشر محمد اشرف غني د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي سردار علي ټکر ته بلنه ورکړې ده چې افغانستان ته راشي، دا خبره هغه په يو ټويټ کې کړې ده.
د پښتو ژبې دا مشهور سندرغاړى چې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکى دى، ډېرى مهال په امريکا کې وي، چې تازه يې په يو ټويټ کې د ولسمشر غني له خوا د بلنې خبره کړې ده.
هغه په ټويټر کې ليکلي دي: ((د افغانستان ولس مشر محترم ډاکټر محمد اشرف غني افغانستان ته دعوت کړم.))
د افغانستان اولس مشر محترم ډاکټر محمد اشرف غني افغانستان ته دعوت کړم
His Excellency Honorable President of Afghanistan invited me to visit Afghanistan @ashrafghani pic.twitter.com/SVKyejLBIZ— Sardar Ali Takkar (@takkar1234) March 15, 2021
سردار علي ټکر چې د غني خان ډېره شاعري يې په خپل غږ کې ويلې ده، د هغه د شاعرۍ لپاره هم ډېر پېژندل کېږي، نوموړي نن سهار په يو بل ټويټ کې ليکلي و، چې ولسمشر محمد اشرف غني د پښتونخوا څخه ورغلي پلاوي ته ويلي دي، چې هغه غني خان لولي او سردار علي ټکر اوري.
که څه هم په دې اړه تراوسه پورې معلومات نشته، چې سردار علي ټکر به کله افغانستان ته راشي، خو يوې سرچينې ويلي دي، چې ولسمشر غني ورته په کابل کې کنسرټ راجوړوي او غواړي چې سردار ټکر ونازوي.