کورپاڼه / بېلا بېل / د سعودي عربستان لرغونپوهانو مکې ته تلوونکې پخوانۍ لار موندلې

د سعودي عربستان لرغونپوهانو مکې ته تلوونکې پخوانۍ لار موندلې

د سعودي عربستان د شګو لاندې پټ تاریخ اوس هم د موندنو په تمه ساه اخلي، چې په دې کې یو داسې پخوانۍ لار هم وه چې د لرغونپوهانو لخوا موندل شوې ده.

د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې زبیده پټلۍ لار چې د کوفې د اوسیدونکو د حج په لارې سره هم پېژندل کېږي د عراق له کوفې څخه تر مکې پورې تر شپاړس سوه کیلو میترو پورې غزېدلې ده، دغه پخوانۍ لار له اسلام څخه دمخه سوداګریزه لار وه او د اسلام په خپرېدو سره د حجیانو د تګ راتګ لار وګرځېده او اوسمهال په ټریل په ځانګړي توګه حایل کې کېندنې پیل شوي.

ویل کېږي د سعودي حکومت لرغونپوهانو ته اجازه ورکړې، چې په فاید او ال البیت سیمو کې کېندنې ترسره کړي او څېړنې دې وکړي.

د حایل پوهنتون ریس ډاکتر خلیل الابراهیم عرب نیوز ته ویلي، چې د سیاحت او لرغون پېژندنې څانګې یې په سیمه کې د موجودو ځایونو د څېړلو لپاره د سیاحت یا د ګرځندویانو له وزارت سره تړونونه کړي دي.

ډاکتر خلیل الابراهیم وایي، چې په حایل کې د زبیده پټلۍ باندې پراته اسلامي ښارونه او لرغوني ځایونه نه دی څېړل شوي او نه یې هم کېندنې شوي دي، خو دا سیمه د ځمکې لاندې ډېر معلومات او اثار لري.

ویل کېږي چې اوسمهال حایل پوهنتون د کنګ سعود پوهنتون سره په دغه سیمه کې په کېندنو بوخت دي او د سعودي حکومت هم د لرغونو اثارو د څېړلو لپاره یو مرکز جوړ کړی او په دې هیواد کې یې د بهرنیو لرغونپوهانو د آسانتیا لپاره قانون رامنځته کړی.

یاده دې وي چې اوسمهال په سعودي عربستان کې له شلو ډېرې پروژې کار کوي، ترڅو ددغه هیواد تاریخ ومومي.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …