کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزي له ملي سپورټ وروسته ډيوه پتنګ ته هم د ملي لوبډلې سپانسر په ډالۍ کې ورکړ
ډيوه پتنګ

فرهان يوسفزي له ملي سپورټ وروسته ډيوه پتنګ ته هم د ملي لوبډلې سپانسر په ډالۍ کې ورکړ

ډيوه پتنګ چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام او بيا په شپږيزه کې يې د ملي سپورټ لپاره د يوې ورزشي خبريالې يا مبصرې په توګه کار کاوه او د لوبغاړو څخه به يې پوښتنې کولې، اوس وايي چې د زمبابوې پر وړاندې سياليو ته يې ملي لوبډله د لباس په برخه کې سپانسر کړې ده.

ډيوه پتنګ په دې اړه په ټويټر او همدا راز د ډيوه ګروپ له فېسبوکپاڼې څخه پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې د زمبابوې پر وړاندې په شل اوريزو سياليو کې د لباس په برخه کې يې سپانسر کړى دى.

په دې پوسټ کې همدا راز دا هم ويل شوي دي: ((په راتلونکي وخت کې به د ملي لوبډلې د ټول سیریز او لوبو لپاره هم د مالي ملاتړ لپاره پانګه اچونه وکړو. د شپږیزې په څېر کورنیو سياليو مالي ملاتړ به هېڅکله هم پرېنږدو.))


دا په داسې حال کې ده چې تراوسه پورې کرکټ بورډ په دې اړه په رسمي ډول هېڅ معلومات نه دي ورکړي او دا معلومات يوازې د ډيوه پتنګ له خوا خپاره شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې د ليګ له پيلېدو وروسته يوه لوبډله د ډيوه پتنګ د (ډيوه ګروپ) په نوم شوه، چې کرکټ بورډ يې په اړه هېڅ معلومات نه و ورکړي، چې په کوم حساب دا لوبډله نوموړې ته ورکړل شوې ده.

د يادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې د لباس سپانسر د فرهان يوسفزي خپل ملګري او د ملي راډيو ټلويزيون رييس اسماعيل مياخېل ته په ډېره کمه بيه د ډالۍ په توګه ورکړى دى.

دا هم ولولئ

دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په لومړۍ کوالیفای لوبه کې درې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل …