کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو کې د زړه د ناروغیو جینټیکي سبب وموندل شو

په ماشومانو کې د زړه د ناروغیو جینټیکي سبب وموندل شو

ماشومان چې څنګه نړۍ ته سترګې پرانېزي، نو ډېری یې په مورزادي ډول په یو نه یو د زړه په ناروغیو اخته وي، چې اوسمهال یو داسې جین موندل شوی چې د خرابوالي لوی سبب یې همدغه جین ګڼل شوی.

فاسفولایپیز ډي ون (پي ایل ډي ون) یو داسې مهم جین دی چې د خرابوالي یا اغېزمنېدو په صورت کې د زړه ښي خواته والونه اغېزمن کېږي او په ماشومانو کې یو ډول ناروغي رامنځته کوي چې (نیونیټل کارډیو میوپیتي) ورته وایي.

د څېړنې له مخې ویل شوي، په ماشومانو کې چې څومره ستونزې په مورزادي ډول وي، دري دیرش سلنه یې د زړه له خرابوالي سره اړیکه لري، چې د زړه د والونو خرابي یې په لومړي سر کې ځای لري.

د سټوني بروک پوهنتون ساینسپوه مایکل فرومان او ملګرو یې په ذکر شوي جین له څېړنو معلومه کړه، که چېرته د ماشومانو دغه جین اغېزمن وي، د زړه اړوند ناروغۍ ور پکې رامنځته کېږي.

ویل کېږي چې پي ایل ډي ون د یو انزایم په ډول سره کار کوي، چې داسې سګنلونه خارجوي چې څه ډول حجرې د مختلفو هورمونو په ډول سره کار کوي او په دې ډول سره د بدن غړي تشکیل مومي او له تېرو پنځویشت کلونو له څېړنو څخه وموندل شوی چې دغه جین په ماشومانو کې د زړه له ناروغۍ سره اړیکه لري.

له څېړنې ثابته شوې چې د پي ایل ډي ون په اغېزمنېدو د زړه ښي والونه تر تاثیر لاندې راځي او د زړه په تشکیل او وده اغېزې پرېباسي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …