کورپاڼه / خبرونه / د دهوني نوى سټايل
مهيندر سينګ دهوني

د دهوني نوى سټايل

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر، توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندر سينګ دهوني که يو خوا د کرکټ په برخه کې ډېر وياړونه خپل کړي و، نو بلخوا يې د خپلو ويښتانو سټايلونو له امله هم ډېر شهرت ترلاسه کړى و.

خو اوس په ټولنيزو رسنيو کې د دهوني يو داسې عکس لاس په لاس کېږي، چې د هغه سر پکې کل يا خرييل شوى دى او د بده مت دين په څېر کاليو کې ليدل کېږي.

دا عکس چې کله په ټولنيزو رسنيو کې لومړى خپور شو، نو ځينو خلکو دا ادعا هم وکړه، چې دهوني د بده مت دين خپل کړى دى او په همدې خاطر يې سر هم خرييلى دى.


خو هندي رسنيو دا ادعاوې رد کړې او ويل کېږي، چې دا عکس د سټار سپورټس ټلويزيون د يو کمپاين لپاره اخيستل شوى دى، چې دهوني پکې سر خرييلى ليدل کېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې د مهيندر سينګ دهوني دا عکس ډېر لاس په لاس کېږي او د خلکو له خوا پرې جالبې تبصرې هم روانې دي.

د يادولو وړ ده چې مهيندر سينګ دهوني له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې ده، خو په اى پي ايل کې اوس هم لوبېږي او د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر دى.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …