کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو شخص د الوتکې پر څوکۍ متیازې کړي، خو کارمندانو ورسره څه وکړل؟

په امریکا کې یو شخص د الوتکې پر څوکۍ متیازې کړي، خو کارمندانو ورسره څه وکړل؟

په امریکا کې یو شخص چې د الوتکې پر څوکۍ یې تشې متیازې کړي او ماسک یې هم نه دی اچولی امکان شته چې په شل کاله بند محکوم شي. د یاهو نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه څلرویشت کلن مجرم لینډن ګریر نومېږي او د کینن د ښار اوسېدونکی دی او د الوتنې پرمهال یې د الوتکې پر څوکۍ تشې متیازې کړې وې، چې اوسمهال د ډینور د ولسوالۍ کولوریډو محکمې ته وړاندې شوی دی.

د راپور له مخې ویل کېږي، چې د الاسکا په هوایي ډګر د الوتنې پرمهال لینډن ماسک نه و اچولی او کله چې د الوتکې کارمند ورته د ماسک اچولو وویل ناوړه سلوک یې ورسره وکړ او له دې وروسته یو بل مسافر د الوتکې کارمندانو ته وویل چې لینډن پر څوکۍ متیازې کوي.

ویل کېږي کله چې د الوتکې کارمند د لینډن څنګ ته ورغی نو و یې لېدل چې نوموړی لوڅ دی او پر څوکۍ متیازې کوي، کارمندانو هڅه وکړه چې لینډن له دې ناوړه کار څخه منعه کړي خو نتیجه یې ور نه کړه، چې بیا د لینډن د څنګ مسافر نورو څوکیو ته ولېږل.

راپور وایي کله چې الوتکه کېناسته نو لینډن یې پولیسو ته په لاس ورکړ او محکمې د یو لک ډالرو په بدل کې خوشې کړ، خو که چېرته پرې جرم ثبوت شو نو په شل کاله بند به محکوم شي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …