کورپاڼه / اسلام / الله تعالی له صبر کوونکو سره دی خو له کومو صبر کوونکو سره؟

الله تعالی له صبر کوونکو سره دی خو له کومو صبر کوونکو سره؟

حضرت عطاء بن رباح رحمه الله علیه چې تابعي دی وایي چې ماته حضرت عبدالله بن عباس رصي الله عنه وویل، آیا زه درته یوه جنتي ښځه ونه ښایم؟ ما ورته وویل چې ولې نه، حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه یوې ښځې ته په اشارې سره وویل، چې دغه توره ښځه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضره شوه او و یې ویل چې زه د مرګي ناروغه یم او د ناروغۍ پرمهال زما ستر ښکاري، نو تاسې صلی الله علیه وسلم ماته دعا وکړئ چې الله تعالی ما روغه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، که چېرته ته وغواړي چې صبر وکړې نو جنت ستا لپاره دی او که چېرته غواړي چې الله تعالی دې روغه کړي، نو دا وخت الله تعالی د جنت وعده درسره نه پوره کوي، ښځې ورته په ځواب کې وویل چې زه صبر کوم خو دا یې هم وویل چې د مرګي پرمهال مې ستر ښکاري، الله تعالی ته دعا وکړه، چې زما ستر دې ښکاره نه شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعا وکړه.

بل ځای حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو ښځو ته وفرمایل، په تاسې کې چې د چا درې بچیان مړه شي او د الله تعالی د رضا لپاره صبر وکړي، نو جنت ته به داخل شي، یوې ښځې وویل که چېرته د یو چا دوه بچیان مړه شئ نو ددې لپاره څه حکم دی؟ که چېرته دوه هم مړه شي بیاهم ورته همدغه ثواب ور په برخه کېږي.

دغه راز حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه روایت کوي چې. نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې په هغه الله مې قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، سقط شوي ماشومان به خپلې میندې له ګوتو نیسي او جنت ته به یې داخلوي، خو په دې شرط چې د ثواب په نیت یې صبر کړی وي.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …