کورپاڼه / خبرونه / د هند چټک توپ اچوونکی جسپریت بومرا خپله د خوبونو شهزادګۍ ترلاسه کړه

د هند چټک توپ اچوونکی جسپریت بومرا خپله د خوبونو شهزادګۍ ترلاسه کړه

د هند د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي جسپریت بومرا د تلویزوني خپرونو چلوونکې سنجنا ګینسان سره واده وکړ. بومرا په ټولنیزه رسنۍ ټویټر د خپل واده عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، که چېرته مو مینه ددې وړ وګڼي نو بیا تاسې ته د لارې لارښوونه هم کوي.

بومرا وایي چې: موږ یوځای د مینې او محبت څخه ډک سفر پیل کړ او نن ورځ زموږ د ژوند ترټولو ښه ورځ ده او ددې خبر په خپرولو سره د خوښۍ احساس کوم.

د یادونې وړ ده چې جسپریت بومرا د انګلیستان پر وړاندې د ټیسټ لوبې په سکواډ یا لوبډله کې شامل دی، خو له څلورمې وړاندې یې د واده لپاره رخصت اخیستی او تللی دی.

 

سنجنا ګنیسان هم د بې شمېره سپورټي یا ورزشي خپرونو کوربه توب کړی او په دې وروستیو کې یې د هندوستان د کورني لیګ یا IPL د کلکته نایټ رایډرز د یوې خپرونې کوربه وه او د هندي لوبډلې له سیالیو دمخه او وروسته هم پر لوبو تبصرې کوي.

سنجنا ګنیسان د خپل کیریر پیل د موډلې په بڼه سره وکړ، خو له هغې وروسته یې تلویزوني خپرونو ته مخه وکړه او په سټار سپورټس تلویزون د (میچ پواینټ) او (چیکي سنګلز) خپرونو کوربه توب کوي او په ۲۰۱۹ کال د ایي سي سي نړیوال جام رسمي خپرونکې هم وه.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …