کورپاڼه / ليکنې / سهار وختي پورته کېدل مو څنګه وزن کنترولوي؟

سهار وختي پورته کېدل مو څنګه وزن کنترولوي؟

د شپې پر وخت د ژر وېده کېدو او د سهار پرمهال د وختي پورته کېدو په باب به مو ډېرې ګټې لوستي یا اورېدلي وي، خو اوسمهال دوو روغتیایي کارپوهان پخپل نوي کتاب کې د سهار پرمهال د ژر پورته کېدو یوه داسې ګټه بیان کړې چې حیران به مو کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې ډاکتر سوزان ایشی بیلکی او ډاکتر سوزان کرشنر بذونس پخپل لیکل شوي کتاب کې وایي، چې سهار وختي پورته کېدل د لوږې د کمښت سبب کېږي او هغه څوک چې وختي له خوبه پورته کېږي ډېره کمه ډوډۍ خوري، چې په پایله د چاغښت په کنترول کې مرستندویه تمامېږي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې کتاب کې دواړو پوهانو په منځني عمر کې د چاغښت څخه د ژغورلو لارښوونه کړې او دغه حیرانوونکې خبره یې هم کړې چې ښځې یا میرمنې په عموم کې د ماشومانو د زېږون د مرحلې څخه په تېرېدلو د چاغښت ښکار ګرځي، نو ځکه خو ورته روغتیایي کارپوهانو هم لارښوونه کړې چې سهار وختي دې پورته شي.

دوی پخپل کتاب کې لیکي چې دغه ډول میرمنې باید ویټامین ډې ترلاسه کړي ځکه چې ویټامین ډي د بدن د وازدو په اوبه کولو کې اغېزمن رول لوبوي، دغه راز په کتاب کې راځي چې ښځې باید پرهیز ونه کړي او په منظم ډول دې خوراک وکړي او څومره یې چې وس رسېږي قدم دې ووهي، دوی مخکې لیکي که چېرته یې په ذکر شوو لارو عمل وشي نو په منځني عمر کې به له چاغښت څخه خوندي پاتې شي.

دا هم ولولئ

د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي

انسان چې په ژوند کې هر کار کوي، هغه که ښه وي یا خراب، هغه …