کورپاڼه / خبرونه / افغانستان او زمبابوې سبا په شل اوريزه لوبه کې مخ کېږي
افغانستان او زمبابوې

افغانستان او زمبابوې سبا په شل اوريزه لوبه کې مخ کېږي

د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ تر مساوي کېدو وروسته د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ به د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.

دا لوبې چې د ابوظهبۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي، سبا به لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي.

افغانستان دوه ورځې وړاندې ١٥ کسيزه لوبډله د دې سياليو لپاره اعلان کړې وه، چې پرون يې پکې پنځه لوبغاړي نور هم ورزيات کړل او ټول ٢٠ کسيزه سکواډ شو.

افغانستان او زمبابوې په ٢٠١٩ کال کې دوه نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې افغانستان د ٢٨ منډو په توپير بريا خپله کړې وه او په بله لوبه کې زمبابوې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.

همدا راز په ٢٠١٨ کال کې هم افغانستان او زمبابوې ٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې افغانستان د ٥ ويکټو په توپير او په دويمه لوبه کې افغانستان د ١٧ منډو په بدل کې بريا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په لومړۍ کوالیفای لوبه کې درې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل …