کورپاڼه / خبرونه / کریسټیانو رونالډو د پیلی د اوه سوه اوه شپېته (۷۶۷) ګولونو ریکارډ مات کړ

کریسټیانو رونالډو د پیلی د اوه سوه اوه شپېته (۷۶۷) ګولونو ریکارډ مات کړ

د نړۍ مشهور پرتګالي فوټبالر کریسټیانو رونالډو د ایټالیا په فوټبال لیګ کې د یوه په زړه پوري هیټ ټریک (درې سر په سر ګولونه) په ترسره کولو سره د برازیل د پخواني فوټبالر پیلی د اوه سوه اوه شپېته ګولونو ریکارډ مات کړ او پیلی یې هم د ریکارډ په ماتولو سره د رونالډو ستاینه په ډېرو ښو کلمو سره وکړه.

د ايټالیې په فوټبال لیګ کې د یووانټ لوبډلې د رونالډو په زړه پورې لوبې سره د کیګلیري لوبډلې ته د درې پر یو ګول سره ماتې ور کړه.

 

د لوبې پرمهال یووانټ لوبډلې په لومړیو کې کیګلیري تر سخت فشار لاندې راوسته او کریسټیانو رونالډو په دوه ویشت دقیقو کې درې ګولونه ترسره کړل، بله خوا د کیګلیري لوبډلې هم ډېره هڅه وکړه خو یوازې یو ګول یې ترسره کړ او په همدې ډول له ماتي سره مخه شوه.

له دې لوبې وروسته د رونالډو د رسمي لوبو د ګولونو شمېر اوه سوه اویا ته ورسېد، چې له دې وړاندې یې اوه سوه اوه شپېته ګولونه درلودل.

دا هم ولولئ

د زمبابوې لوبډلمشر: د بابر اعظم مخې نیولو لپاره توپ اچونکي لرو

د زمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس وايي، چې بابر اعظم ښه توپوهونکی دی، خو ړوی هم …