په هند کې په کرپټو کرنسۍ د بندېز او ټريډنګ په اړه قانون جوړېږي، چې ويل کېږي که څوک ترې سرغړونه وکړي، نو ډېرې سختې جريمې او سزا به وويني.
د دې قانون په اړه د هند حکومت يو چارواکي رايټرز سره په خبرو کې ويلي دي، چې دا به د نړۍ يو سخت قانون وي، چې د کرپټو کرسنۍ د ټريډينګ، ماينينګ او بل چا ته لېږل به يې جرم وي.
د کرپټو کرنسۍ په اړه د هند حکومت سخت ګام پورته کوي او د بيټکوين په څېر کرنسيو باندې بندېز لګوي او د دې په بدل کې به د هند حکومت له خوا د يوې کرنسۍ د جوړولو لپاره هم کار کوي.
د هند حکومت دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې هغه خلک چې دا ډيجيټل پېسې لري، هغوى ته به ٦ مياشتې وخت ورکړل شي، تر څو دا بدلې کړي او له هغه وروسته به د جريمې سره مخ کېږي.
د هند پارلمان کې اکثريت د نريندر مودي د حکومت دى، نو دا قانون به د پارلمان څخه هم په ډېر اسانۍ پاس شي.
که چېرته په ډيجيټل پېسو يا کرپټو کرنسۍ باندې بندېز ولګي، نو هند به د نړۍ يو ستر هېواد وي چې دا ډول پېسې پکې غېر قانوني وګرځول شي. که څه هم چين کې هم د ډيجيټل پېسو په ټريډينګ او ماينينګ باندې بندېز دى، خو هلته داسې خلک چې کرپټو کرنسي لري، سزا ورته نه ورکول کېږي.
د يادولو وړ ده چې په کرپټو کرنسۍ کې تر ټولو مشهور يې بيټکوين دى، چې د تاريخ تر ټولو لوړې بيې ته رسېدلى دى او يوه سيکه يې اوس له ٦٠ زرو ډالرو څخه پورته شوې ده.