کورپاڼه / ليکنې / آیا تاسې د دندې په لټه کې یئ؟ دغه شپږ ټکي درسره تجربه کړئ

آیا تاسې د دندې په لټه کې یئ؟ دغه شپږ ټکي درسره تجربه کړئ

آیا تاسې هم د دندې په لټولو ـ لټولو ناهیلي شوي یئ؟ آیا تاسې غواړئ چې ناهیلي مو ډېره شي او په دې نه پوهېږئ چې باید څه وکړئ؟ په دې اړه د یو څو کارونو ترسره کول درسره مرسته کوي ترڅو د دندې په لټولو کې بریالي شئ.

نوې لارې چارې غوره کړئ:

دا باید په یاد ولرئ چې د دندو د لټولو کړنه له پخوا څخه ډېره بدله شوې ده او اوسنۍ نړۍ ټوله پر انټرنیټ ولاړه ده، نو اړینه ده چې په ځینو ویب سایټونو کې وګرځو او د دندو فرصتونه ترلاسه کړو.

د وسیلو کارول:

تاسې کولی شئ چې د دندې د لټون لپاره ځینې وسایل وکاروئ د مثال په ډول د دندې د لټون لپاره ځانګړي الفاظ کارول، کله چې هم د دندې د لټون لپاره سم او ښه الفاظ وکاروئ نو پايله به یې هم ښه وي، له یو ځای څخه په رد کېدو ناهیلي کېږئ مه، ځکه چې دا هم د دندې د موندلو یوه برخه ده او د منفي فکرونو پرځای احساس کړئ چې غلطۍ لرئ.

د دندې اړوند سي وي جوړه کړئ:

د خپلې تجربې له مخې د هرې دندې لپاره باید بېله سي وي جوړه کړئ ترڅو ستاسې مناسبې تجربې ور پکې وي او شرکت هم ورته اړتیا ولري، نو اړینه ده چې د دندې اعلان سم ولولئ او د دندې اړتیاوې وپېژنئ.

له سي وي لېږلو دمخه کېدونکی کار:

ځینې وختونه ډېره کوچنۍ تېروتنه هم ستاسې د رد کېدو سبب کېږي، نو باید پام ورته وشي او هغه دا چې ډېری وخت په سي وي کې ځینې ګرامري یاهم د الفاظو تېروتنې واقع کېږي، نو که چېرته خپله سي وي سمه ونه ګورو او تېروتنې یې اصلاح نه کړو، نو شاید دنده ترلاسه نه کړو.

د کاري مرکې پرمهال کېدونکی کار:

کله چې د کاري مرکې لپاره وغوښتل شوئ نو باید د اړوند دندې او شرکت په اړه څېړنې وکړئ او کله چې در څخه کاري مرکه اخیستل کېږي نو هڅه وکړئ چې ډېرې خبرې او مبالغه ونه کړئ.

د مسلکي اړیکو نیټ ورک یا شبکه جوړه کړئ:

اوسمهال د مسلکي اړیکو نیټ ورک د دندې په ترلاسه کولو کې مهم وسیله ګڼل کېږي، چې یوه اسانه او ګټور طریقه هم ده او په دې سره کولی شئ چې د دندې په لټون کې بریا ترلاسه کړئ، نو هڅه وکړئ چې یو نیټ ورک رامنځته کړئ او په ښو اخلاقو یو له بل سره چلند وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې د خلکو ورتګ منع دى

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري

نن سبا په ټوله نړۍ کې د ټرانسپورټ يا تګ راتګ سيسټم دومره اسانه شوى …