کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د سعودي عربستان اوسیدونکو دریو ملګرو په شریکه پیانو غږوونکی روبوټ جوړ کړی

د سعودي عربستان اوسیدونکو دریو ملګرو په شریکه پیانو غږوونکی روبوټ جوړ کړی

د ختیځ سعودي عربستان په مشهوره کمیسارۍ الاحسا کې د ټیکنالوژۍ او موسیقۍ دریو ځوانو مینوالو پیانو غږوونکی روبوټ جوړ کړی.

د العربیه نیټ سره په خبرو کې د دغې ډلې مشر احمد الحاجي وویل، چې له ماشومتوبه له تیکنالوژۍ او موسیقۍ سره مینه لري، چې په همدې موخه د موسیقۍ او ټیکنالوژۍ پوهان سره راټول شوي او یو داسې روبوټ یې جوړ کړی چې پیانو غږوي او دغه روبوټ یې په داسې ډول سره جوړ کړی چې ذکر شوې ډلې پخپلو کې سره کارونه ویشلي او هر یو یې یوه یوه برخه تیار کړې او بالاخره Pianist Robot یې بشپړ کړی.

الحاجي وایي چې د روبوټ په جوړولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شول، ترټولو لویه ستونزه دا په ګوته کوي چې د ډلې هر یو غړی یې په بېلابېلو سیمو کې پخپل کار بوخت و او بله ستونزه یې د بودیجې ستونزه وه، دغه راز د روبوټ د ډیزاین په لړ کې یې اړین شیان هم نه درلودل او دریمه لویه ننګونه یې دا وه چې دوی د روبوټ د جوړولو نیټه ټاکلې وه.

مرتضی الناصر چې د روبوټ په جوړولو کې یې برخه اخیستې، وایي چې دریو ملګرو د روبوټ جوړولو دنده په غاړه اخیستې وه، احمد الحاجي یې مشر او بریښنایي ډیزاین یې ترسره کړ، ده خپله پروګرامنګ برخه کې کار وکړ او ملګری یې احمد القنبر بیا د درې اړخیز ډیزابن کولو او د روبوټ ګوتو ته یې د حرکت ورکولو دنده په غاړه لرله. نوموړی وایي چې ښه خبره دا وه چې دوی درې واړو سره په ډېره جذبه کار وکړ او د روبوټ په جوړولو کې یې بریا ترلاسه کړه.

مرتضی الناصر وایي، چې دوی ددې کار په ذریعه خلکو ته پیغام ورکړ چې د هنر او تیکنالوژۍ اړیکه ممکنه ده، که څه دا یو لوی کار نه دی خو د دوی د چاپیریال په شرایطو کې یې لوی کار ګڼلی.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …