د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړى شکېب الحسن يو ځل بيا پلار شو، دا ځل د هغه زوي په امريکا کې زېږېدلى دى.
د بنګله دېشي رسنيو د راپورونو په وېنا، د جنورۍ په مياشت کې شکېب الحسن اعلان کړى و، چې د هغه مېرمن د دريم ځل لپاره اميندواره ده، چې اوس نوموړى د دريم ځل لپاره پلار شو.
د هغه مېرمن امي احمد ششير نومېږي، چې تر دې مخکې يې دوه ځلې لوڼه زېږېدلې وې او په دريم ځل يې هلک پېدا شوى دى.
شکېب الحسن د خپلې مېرمن د اميندواره کېدو نه وروسته د بنګله دېش کرکټ بورډ څخه رخصت واخيست او له خپلې مېرمنې سره يو ځاى امريکا ته لاړ.
View this post on Instagram
شکېب الحسن له ششير سره په ٢٠١٢ کال کې واده کړى و، چې له واده درې کاله وروسته يې لومړۍ ماشومه او په ٢٠٢٠ کال کې يې بيا دويمه ماشومه زېږېدلې وه.
د يادولو وړ ده چې شکېب الحسن د نيوزيلېنډ پر وړاندې سياليو کې هم د بنګله دېش لوبډله کې نه لوبېږي او هغه به خپل وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي.