کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان او ویویک اوبرایي ترمنځ جنجال پای رسېدلی ښکاري

د سلمان خان او ویویک اوبرایي ترمنځ جنجال پای رسېدلی ښکاري

د بالیووډ د مشهور اداکار یا هنرمند ویویک اوبرایي او سلمان خان ترمنځ د کلونو کلونو جنجال پاتې رسېدلی ښکاری او دا ځکه چې ویویک اوبرایي د سلمان خان په میلمه کېدو ټول حیران کړي دی.

د هندوستان تلویزوني چینل (ABP) د راپور له مخې ویل کېږي، چې ویویک اوبرایي خپل فلمي کریئر په ۲۰۰۲ کال د (کمپني) له فلم څخه پیل کړ، چې په خلکو کې خورا مشهور هم شو، خو په ۲۰۰۳ کال د دبنګ خان پر وړاندې یې خبري کانفرانس او له هغې وروسته رامنځته شوي وضیعت کریئر ور خراب کړ.

خو اوسمهال داسې بریښي چې د سلمان خان او ویویک اوبرایي ترمنځ کلونه کلونه جنجال پای ته رسېدلی دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې ویویک اوبرایي څو ورځې وړاندې د سلمان خان په کورني مجلس یا پارټۍ کې ګډون کړی و.

ویل کېږي ویویک د سلمان خان د کشر ورور میرمنې سیمان خان د خپلې کلېزې په مناسبت مجلس ته دعوت کړی و، چې په حیرانوونکې ډول ورغلی هم و، بله خوا د سلمان خان د کور کې په شخصي مراسمو د ویویک په لېدو ټول حیران شوي او له همدې څخه داسې ښکاري چې ممکن د دواړو ترمنځ جنجال پای ته رسېدلی وي.

یاده دې وي چې ویویک اوبرایي د سلمان خان پر وړاندې د خبري کانفراس وروسته په ډېرو مراسمو او د جاېزو د ورکولو په خپرونو کې له سلمان خان څخه بخښنه غوښتې خو سلمان خان تر اوسه پورې د ویویک اوبرایي په اړه هیڅ نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

ګجراج راو، ویکي ته: چې سیلفي وانخلم نو په واده کې ګډون نه کوم

د بالیووډ مشهور او تجربه لرونکي اداکار ګجراج راو د هندي اداکار ویکي کوشل په …