کورپاڼه / روغتيا / د ګل قند د استعمال ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ګل قند د استعمال ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ګلاب له پاڼو څخه د جوړې شوې خوږې غذا ګل قند د انسان پر روغتیا ډېرې زیاتې مثبتې اغېزې کوي، چې ښه خوب، له قبض څخه مخنیوی، تېزابیت او د نورو ستونزو څخه خوندیتوب یې په لومړي سر کې ځای لري.

حکیمان او د یوناني طب کارپوهان وایې، چې د ګلاب له پاڼو څخه جوړ شوی د ښه خوند لرونکی ګل قند د انسان د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري او د تېزابیت او درد په څېر ستونزې هواروي.

د ګل قند څخه ترلاسه کېدونکې ګټې:

ګل قند د سوړ طبیعت له مخې د اوړي په موسم کې د انسان بدن له ګرمۍ څخه ساتي او که چېرته د اوړي په موسم کې له کور څخه د وتلو پر وخت لږ اندازه وخوړل شي نو د شکر او لوړ فشار اړوند ستونزې تر ډېره حل کوي.

د ګل قند د جوړولو لارې چارې:

د ګلاب پاڼې به راواخلئ، وبه یې وینځئ او بیابه یې وچې کړئ، اوس به یو ښیښه یي لوښی راواخلئ او یو لاندې برخه کې به د ګلابو پاڼې واچوئ، بیابه پرې بوره واچوئ او له پاسه پرې د ګلابو پاڼې خورې کړئ، دغه لوښی به په ورځني ډول تر شپږو ساعتونو تېز لمر ته کېږدئ او له شپږو وروسته به یې په سیوري کې کېږدئ، دغه کار به تر دیرشو ورځو تکرار کړئ او هره ورځ ګل قند سره ښه ګډ هم کړئ، کله چې بوره له پاڼو سره ښه ګډه شوه او شیره ورڅخه جوړه شوه نو پوه شئ چې ګل قند تیار دی.

ګل قند به څه ډول استعمالوو؟

  • د ټولې ورځې له کارونو او ستړیا وروسته د ښه خوب لپاره یو کاچوغه ګل قند یاهم د خوند لپاره به یې په یوه پیاله شېدو کې واچوئ او و یې څښئ.

  • په کور کې د کار پرمهال یاهم له کور څخه بهر د وتلو په صورت کې په یو بوتل یخو اوبو کې ګل قند واچوئ او استعمال کړئ، چې په دې سره به مو د بدن اوبه پوره شي.

  • د ګل قند په استعمال د هضم مرحله ښه کېږي او اړوند ستونزې یې حل مومي.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …