کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهانو هیله څرګنده کړې چې د ۶.۷ میلونه ژویو ډي این ای پر سپوږمۍ کې خوندي شي

ساینسپوهانو هیله څرګنده کړې چې د ۶.۷ میلونه ژویو ډي این ای پر سپوږمۍ کې خوندي شي

ویل کېږي چې ساینسپوهانو یو داسې پلان وړاندې کړی، چې له مخې به یې په نړۍ کې د ۶.۷ میلونو ژویو یا حیواناتو ډی این ای د نوح علیه السلام د کښتۍ غوندې په سپوږمۍ خوندي کړي، ساینسپوهانو دغه پلان د عصري نړیوالې بیمې پلان ګڼلی، چې د ټولو ژویو تخمونه، سپرمونه یا نطفې او هګۍ به د سپوږمۍ له سطحې ښکته زېرمه کړي.

ویل کېږي چې دغه پلان د امریکا د ایریزونا پوهنتون د شپږو ساینسپوهان لخوا د مارچ په لومړیو کې وړاندی شوی او ویلي یې دي چې انسان له ورکېدو څخه وژغوري او دې پلان ته یې لونر آرک نوم ورکړی.

ساینسپوهان وایې که چېرته ځمکه له کومې خطرناکې وبا، اور غورځونې، اتومي جنګونو، وچکالۍ یا نورو ستونزو سره مخ شي نو دغه پلان به انسانان له نورو حیواناتو سره له ورکېدو وژغوري، دوی زیاتوي چې د ځمکې چاپیریال کمزوری دی او سپوږمۍ بیا کولی شي چې د ځمکني ژوند د ډي این ای نمونې وساتي.

که څه هم دا خبره به د یو خیالي ناول یا فلم په څېر ښکاري، خو ساینسپوهانو ویلي چې په ۶۷ کلونو کې به پر سپوږمۍ د ژویو د نطفو، هګیو او تخمونو د ساتلو عملیات ترسره شي او د دوه نیم سوو فضایي الوتنو په ذریعه به تر سپوږمۍ ورسول شي او د ددغو نمونو د جامد کېدو او د یو له بل سره له جوړه کېدو څخه وژغورل شي نو لمریز بریښنا دې ورته هم تیاره شي.

ویل کېږي چې په دې ډول به انسان په نورو سیارو کې هم ژوند غوره کړي، خو ددې پروژې لپاره میلیاردونو ډالر اړتیا ده او ساینسپوهان وایي که چېرته له متحده ایالاتو سره نور نړیوال شرکت کوونکې یو ځای شي نو دغه کار شونی دی او که چېرته اړتیا شي نو له لسو څخه تر پنځلس کلونو پورې هم ترسره کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه …