د امریکا په متحده ایالاتو کې د یو پوهنتون روغتیایي کارپوهانو د یوې څېړنې له مخې موندلې چې د اسانو یا نامناسب خوړو په لږ استعمال سره د ذهني یا رواني فشار کچه کمېدلی شي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه څېړنې د امریکا د اوهایو د پوهنتون لخوا ترسره شوي او په پایله کې یې نتیجه ترلاسه کړې، چې آسانه خواړه یعنې د چپسو، برګرو او نورو خوړو لږ استعمال د رواني فشار کچه کموي.
ویل کېږي چې په څېړنه کې یې هغه چاغې یا د ډېر وزن لرونکې میرمنې شاملې کړې وې، چې اقتصادي حالت یې ښه نه و او د کوچنیو ماشومانو میندې وي او دې څېړنې تر شپاړس اوونیو پورې وخت ونیو. راپور زیاتوي چې د څېړنې پرمهال یې د څېړل شوو ښځو لپاره اسانه خواړه او غوړ لرونکي توکي لږ کړل، چې په نتیجه کې یې معلومه کړه چې د ذکر شوو خوړو کم استعمال د ذهني یا رواني فشار د کمښت سبب کېږي.
میرمنې وایي چې په ژوند کې د تغیراتو په راوستلو سره رواني فشار کم شوی او له دې څېړنې څخه یې موخه په رواني فشار کې د کمښت په راوستلو سره وزن کمول، روغتیایي او ښه خوراک او په بدني فعالیتونو کې د ډېروالي راوستل ول.
د څېړنې مرکزي لیکوال او د پوهنتون استاد مایي وایي چانګ وایي، چې څېړل شوو کسانو یې په لومړي ځل د رواني فشار د کمښت اعتراف وکړ او و یې ویل چې له دې وړاندې یې ډېر سخت او د فشار لاندې ژوند کاوه.