کورپاڼه / خبرونه / د اماراتو دوه لوبغاړي د فساد له امله ٨ کاله د هر ډول کرکټ څخه بند شو
نويد

د اماراتو دوه لوبغاړي د فساد له امله ٨ کاله د هر ډول کرکټ څخه بند شو

د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر محمد نوين او پيليز توپوهونکى شيمان انور بټ باندې د کرکټ نړيوالې شورا د ٨ کلونو لپاره د هر ډول کرکټ بندېز ولګاوه.

په دواړو باندې هغه تورونه ثابت شو، چې ويل کېږي د اى سي سي انټي کرپشن له اصولو يې سرغړونه کړې ده او په فساد کې ښکېل شوي دي.

په دواړو باندې دا بندېز د ٢٠١٩ کال د اکتوبر له ١٦مې نېټې ولګېده، چې دوى په دغه وخت کې له هر ډول لوبو څخه کېنول شوي و، ځکه د ٢٠١٩ کال د اى سي سي شل اوريزو لوبو کواليفاير لوبو پر مهال يې د مېچ فکسرانو سره اړيکې لرلې وې.

د کرکټ نړيوالې شورا وايي، چې نويد او شيمان د اى سي سي د انټي کرپن ٢.١.١ او ٢.٤.٤ مادو څخه سرغړونه کړې ده، چې اته کاله به په هېڅ ډول کرکټ کې برخه وانخلي.

د دغه کمېټې مشر وايي، چې دا اته کلن بندېز د نورو ټولو لوبغاړو لپاره هم يو خبردارى دى، چې د کرکټ لوبو پر مهال دې د فساد کوونکو کسانو څخه ځانونه ليرې وساتي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …