د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ سبا (د مارچ په ١٧مه نېټه) د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
تر دې مخکې دواړو لوبډلو د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه، چې لومړۍ لوبه زمبابوې او دويمه افغانستان وګټله او لوبلړۍ مساوي شوه.
خو تر دې مخکې افغانستان او زمبابوې ټولې ٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې افغانستان پکې ٨ لوبو کې بريا خپله کړې ده او زمبابوې بيا ١ لوبه ګټلې ده.
زمبابوې چې په کومه نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړې ده، دا لوبه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په ٢٠١٩ کال کې په بنګله دېش کې ترسره شوې وه، چې زمبابوې پکې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.
د يادولو وړ ده چې د زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ لپاره کرکټ بورډ لومړى ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه، خو په ورپسې ورځ يې پنځه نور لوبغاړي هم په دغه لوبډله کې شامل کړل.
لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي.