کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ پخوانى سرپرست CEO اوس د AMS مشر ټاکل شوى
اسدالله خان

د کرکټ بورډ پخوانى سرپرست CEO اوس د AMS مشر ټاکل شوى

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى سرپرست اجراييه رييس اسدالله خان اوس تازه په کرکټ بورډ کې د نوي جوړ شوي AMS سيسټم مشر ټاکل شوى دى.

دا سيسټم چې Athlete Management System دى، چې څه وخت وړاندې کرکټ بورډ جوړ کړ او ځانګړې کمېټه يې ورته برابره کړه، د دې برخې مشر يې اسدالله خان ټاکلى دى.

د دې سيسټم له لارې به ټول هغه لوبغاړي چې غوره کارکردګي يې ښکاره کړي وي، نړيوالو لوبو ته غوره کېږي، چې د غوراوي کمېټې کار له دې وروسته په کرکټ بورډ کې ختم شوى دى.

د اسدالله خان د مقررېدو په اړه کرکټ بورډ تراوسه پورې په رسمي ډول هېڅ هم نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده چې اسدالله خان د پخواني عمومي رييس عزيزالله فضلي په وخت کې سرپرست اجراييه رييس و، چې وروسته بيا ليرې او د هغه پر ځاى لطف الله ستانکزى اجراييه رييس شو.

اسدالله خان د کرکټ په برخه کې ډېره پوهه لري، چې نوموړي د افغانستان تر څنګ د تاجکستان د کرکټ لپاره هم ډېر کار کړى دى او د افغانستان لومړنى روزونکى و، چې په يو بهرني تجارتي ليګ (ټي ١٠ ليګ) کې د مرستيال روزونکي په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …