کورپاڼه / روغتيا / سخته ستړیا په نارینه وو کې د زړه د حملې خطر ډېروي

سخته ستړیا په نارینه وو کې د زړه د حملې خطر ډېروي

د زړه حمله ډېری وخت انسان له منځه وړي خو که چېرته بیاهم وژغورل شي نو ډېرې پاملرنې ته اړتیا وي ځکه چې د دویمې حملې خطر یې هم شتون لري.

اوسمهال د یوې څېړنې له مخې ویل شوي چې ډېره ستړیا په نارینه وو کې د زړه د حملې خطر ډېروي، په څېړنه ویل کېږي چې زړه ته د وینې نه رسېدنه یایې هم په رسېدنه کې خنډ رامنځته کېدل د ستړیا په سبب وي او بیا په هغه کسانو کې رامنځته کېږي، چې واده یې نه وي کړی یاهم طلق یې اخیستی وي.

د روسیې د سایټولوژۍ او جینټیک انسټیټوټ په دې څېړنه کې ویلي، چې ډېره ستړیا، بې زړه توب او د طبیعت خرابېدل یې څرګندې نښې نښانې دي، خو خلک بیا په دې فکر دي چې دا به یې د ژوند د ستونزو په سبب رامنځته کېږي.

په دې څېړنه کې د سختې ستړیا او زړه ته د وینې په نه رسېدنه څېړنې شوي او دا څېړنې په هغه کسانو شوي چې د زړه د ناروغیو تاریخ یې نه درلود، د څېړونکو له دې څېړنې پایله ترلاسه شوه، چې د سختې ستړیا او د زړه د حملې د خطر ترمنځ اړیکه شتون لري او کله چې یې په څېړنه کې ټولنیز عناصر لکه عمر، زده کړې، دنده او ګډ ژوند ور شامل شول نو ولېدل شول چې د ستړیا او د زړه د حملې ترمنځ په څرګند ډول سره اړیکه شتون لري او هغه کسان چې نا واده کړي یایې هم طلاق اخیستي وي د زړه د حملې خطر یې ډېر وي.

څېړونکي وایي، چې په یوازې اوسېدو سره ټولنیزې مرستې نه وي او په همدې سبب د زړه د حملې خطر ډېرېږي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …