کورپاڼه / هنر او کلتور / له تورې تیږي څخه جوړه شوې سرینده؛ غږول کېږي هم+ویډیو

له تورې تیږي څخه جوړه شوې سرینده؛ غږول کېږي هم+ویډیو

دغه سرینده د سویډن د مشهور مجسمه جوړونکي لارس ویدنفاک لخوا له یوې ځانګړې اور شېندونکې تیږي څخه جوړه شوې، چې د ډول سره سره غږول کېږي هم او د بلیک برډ نوم یې پرې ایښی.

ویل کېږي چې د ویدنفاک ذهن ته له تیږي څخه د سریندې د جوړولو فکر هغه وخت ور ولوید، کله چې په ۱۹۸۰ کال د تیږو د تراشو پرمهال یې د تیږو او تراشوونکې وسیلې څخه د موسیقۍ د اورېدو احساس وکړ.

خو نوموړي دې فکر ته د عملي شکل په ورکولو کلونه وخت تېر کړ، ځکه چې ده غوښتل چې یوازې د ښکلا لپاره نه بلکې د موسیقۍ لپاره د تیږي څخه سرینده جوړه کړي. یاده دې چې د سریندې د غږولو لپاره یې منځنۍ خلاصه برخه چې (ساونډ باکس) ورته وایي، ډېره مهمه وي او ویدنفاک ته ترټولو لویه ننګونه له تیږي څخه ددغې برخې تراشل ول.

له څو کلونو ناکامو هڅو وروسته یې بالاخره په ۱۹۹۰  کال د (ډایابیس) په نوم یوه نرمه غوندې اور شېندونکې تیږه وموندله، چې د پلار له قبر څخه یې ترلاسه کړه، خو دې تیږي هم کار ور نه کړ او د منځني سویډن له هاریی دلان ایالت څخه یې یوه بله اور شیندونکې ډبره ترلاسه کړه او کار پرې پیل او په ۱۹۹۲ کال یې بشپړ کړ.

له ساونډ باکس څخه پرته د سریندې ډېره برخه له تیږې څخه تراشل شوې او وزن یې دوه کیلو ګرامه دی او دا ځکه چې د ساونډ باکس اړخونه یې یوازې ۲.۳ ملي میتره دي او په.همدې سبب د لرګي سریندې په ډول غږېږي.

ویل کېږي چې دغه سرینده له تېرو نهه ویشت کلونو څخه په ډېرو کنسرتونو کې غږول شوې او د سویډن یو سندرغاړي بیا ورته یو ځانګړی سُر هم جوړ کړی، دغه راز ځینې د موسیقۍ مینوال وایي چې ددې سریندې غږ له عامو سریندو څخه وېروونکی دی.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …