کورپاڼه / خبرونه / ايون مورګن څلورم لوبغاړى شو چې سلمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي
ايون مورګن

ايون مورګن څلورم لوبغاړى شو چې سلمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر ايون مورګن په نړيواله کچه څلورم لوبغاړى شو، چې سلمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کوي.

ايون مورګن نن د هند پر وړاندې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې لوبېږي، چې دا د هغه سلمه نړيواله شل اوريزه لوبه ده.

نوموړى چې په ٢٠٠٩ کال کې يې شل اوريزې لوبې پيل کړي دي، چې په ٩٩ لوبو کې يې ٢٣٠٦ منډې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې ٩١ زياتې منډې هم کړې دي.

تر ايون مورګن مخکې بيا د نيوزيلېنډ راس ټېلر، د هند روهيت شرما او د پاکستان شعېب ملک هم هغه لوبغاړي دي چې تر سلو زياتې لوبې يې ترسره کړي دي.

شعېب ملک چې تر ټولو زياتې ١١٦ لوبو کې يې ګډون کړى دى، ٢٣٣٥ منډې يې کړې دي، روهيت شرما بيا په ١٠٩ لوبو کې ٢٧٧٣ او راس ټېلر په ١٠٢ لوبو کې ١٩٠٩ منډې ترلاسه کړې دي.

د يادولو وړ ده چې ايون مورګن په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د افغانستان پر وړاندې په لوبه کې چټکه توپوهنه ترسره کړې وه او ډېر ريکارډونه يې پرې جوړ کړي و.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …