کورپاڼه / جالب / په پاکستان کې یو درې فوټه ځوان له یوې درې فوټه انجلۍ سره واده وکړ

په پاکستان کې یو درې فوټه ځوان له یوې درې فوټه انجلۍ سره واده وکړ

د پاکستان په حافظ آباد نومې سیمه کې یوه د درې فوټو قد لرونکي شخص له یوې درې فوټه ونې لرونکې انجلۍ سره واده وکړ.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه د ټیټې ونې لرونکی شخص درویشت کاله عمر لري، ادیب نومېږي او د چک ګجران د سیمې اوسېدونکي دی او له دوه ویشت کلنې سمیرا نومې انجلۍ سره چې هغه هم د ټیټې ونې درلودونکې ده، واده وکړ او د واده په مراسمو کې یې د سیمې ټولو خلکو برخه اخیستې وه او دغه خوښي ورسره لمانځله.

راپور زیاتوي، کله چې د ټیټې ونې لرونکي ادیب خپله ناوې کور ته راوسته نو د کلي خلکو ور باندې ګلونه وشیندل او په شور او نڅا یې بدرګه کړل.

ویل کېږي چې ادیب د واده په مراسم کې پخپل ځان ښې ګوتې وهلې وې او د واده لپاره یې دودیز لباس او خوله هم په سر کړې وه او میرمنې یې سمیرا هم سره جوړه اغوستې وه او د واده ارمان یې پوره کړ.

یاده دې وي چې څو ورځې دمخه له هند څخه یو خبر راغلی و، چې یو د ټیټې ونې درلودونکی شخص د ښځینه پولیسو حوزې ته ددې لپاره تللی، ترڅو د واده غم ورته وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …