کورپاڼه / بېلا بېل / د پخوانیو وختونو په زړه پورې دنده؛ چې کار به یې د آوازو خپرول ول

د پخوانیو وختونو په زړه پورې دنده؛ چې کار به یې د آوازو خپرول ول

د پخوانیو وختونو په اروپایي مدني ټولنه کې به یو ډول ځانګړو مسلکي کسانو کار کاوه او دنده به یې دا وه د خپل ګاونډ یا شاوخوا خلکو په اړه به یې آوازې پورته کولې چې Delators یا خبر رسوونکې به یې ورته ویل.

ددې ډول خلکو کار به دا و چې د خپل ګاونډي یا د سیمې د کوم اوسیدونکي په اړه به یې آوازې پورته کولې او په اړه به یې هغه چاته معلومات ورکول چې ددې کار لپاره یې ګمارلی و، یعنې هغه وخت به یو کس ددې لپاره په کار ګمارل کېدو ترڅو د یو چا په اړه معلومات راټول کړي یا یې په اړه آوازې پورته کړي.

لکه څنګه چې دوی به د یوه شخص په اړه آوازې پورته کولې او په بدل کې به یې روپۍ ترلاسه کولې، نو د دروغو او رښتیاوو ګډول یو طبیعي خبره ګڼل کېده.

دې مسلکي کسانو به د آوازو خپرولو دنده دومره په ښه ډول سره سرته رسوله، چې یو ښه انسان به یې ټولنې ته بد او یو بد انسان څخه به یې سم پیغمبر جوړ کړ او همدا سبب دی چې خبر رسوونکې کسانو به ټولنې ته ډېره سخته دوکه ورکوله او خلکو به ورڅخه نفرت یا کرکه کوله، ځکه چې دغه کسانو د پیسو لپاره د دروغو په ویلو کې له حده اوښتل.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …