کورپاڼه / اسلام / د حضرت عیسی علیه السلام له وفات وروسته به څه پېښ شي او کوم حیوان به را څرګند شي؟

د حضرت عیسی علیه السلام له وفات وروسته به څه پېښ شي او کوم حیوان به را څرګند شي؟

د امام مهدي د خلافت، د حضرت عیسی علیه السلام له راښکته کېدو او د یاجوج او ماجوج له راوتلو وروسته حضرت عیسی علیه السلام وفات شي او کله چې عیسی علیه السلام وفات شي نو د قیامت نښې نښانې به ډېرې ژر ژر راڅرګندې شي.

په تېره لیکنه کې مو د حضرت علیه السلام د څلویښت کاله ژوند او د مسلمانانو پر حالت خبرې او دا مو هم وویل چې د یاجوج او ماجوج له وفات وروسته به ځمکه امن راشي او هیڅ کافر به هم په ځمکه شتون ونه لري، بیابه عیسی علیه السلام وفات شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په روضه کې به خاورو ته وسپارل شي.

د عیسی علیه السلام له وفات وروسته به د یمن یو اوسیدونکی چې جهجاه به نومېږي د مسلمانانو خلیفه شي او د قحطان د قبیلې اوسیدونکی به وي، چې دا به هم په عدل او انصاف سره د خلافت چارې سرته رسوي، له دې وروسته به څو نور مسلمانان هم بادشاهۍ ته ورسېږي، خو په بیابه د کفر او جهالت دودونه رواج شي، چې دا وخت به دوه ځایونه یو په ختیځ او بل به په لویدیځ کې په ځمکه غرق شي او هغه کسان چې ور پکې له منځه به لاړ شي ټول به له تقدیر څخه منکر وي.

په دې ورځو کې به یو لوګی را پیدا شي او پر ځمکه به خور شي چې خلک به ډېر تنګ کړي، چې په مسلمانانو به د نزلې په څېر تېر شي خو کفار او منافقین به ان تر درې ورځو پورې بې هوشه کړي او تر څلویښت ورځو پورې به دوام ومومي او بیابه آسمان شین شي، چې له دې وروسته به له لوی اختر وروسته شپه دومره اوږده شي چې مسافر به زړه تنګي، ماشومان به له خوبه ویخ او شپونکیان به د رمو د څرولو لپاره نا آرامه شي، خلک به سوال او زارۍ شروع کړي او توبې به وباسي او له څلورو شپو وروسته به لمر لږ غوندې راڅرګند شي او روښنایي به یې داسې وي لکه سپوږمۍ چې تندر نېولي وي، دا وخت به ټول خلک د الله تعالی په یووالی ایمان راوړي خو د توبې دورازه به بنده شوې وي، له دې وروسته به لمر راوخېژي خو ډېره لږه رڼا به کوي.

کله چې لمر له لویدیځ څخه راوخېژي مو په سبا به یې د صفا غونډۍ د زلزلې په سبب وچوي او یو بل ډول حیوان به ترې راووځي او له راوتلو دمخه به یې په یمن او نجد کې دوه ځلې په اړه خبرونه مشهور شي.

د شکل له مخې به دغه حیوان د اوو حیواناتو سره ورته والی ولري، مخ به یې د انسان په ډول وي، پښې به یې د اوښ، غاړه یې د آس، لکۍ یې د غوایي، شا به یې د هوسۍ، ښکرونه به یې د غرڅه او لاسونه به یې بېزو ته ورته وي، دا حیوان به ډېر هوښیار او ژبه به یې ډېره فصیحه وي، په یو لاس کې به یې د حضرت موسی علیه السلام امساء او په بل کې به یې د حضرت سلیمان علیه السلام ګوتمۍ وي، دا حیوان به په دومره تېزۍ سره په ټولو ښارونو وګرځي چې انسان به ورپسې نه شي رسېدلی، څوک به ورڅخه ځان نه شي ژغورلی.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …