کورپاڼه / هنر او کلتور / له کترینا کیف وروسته یې خور ازابیل کیف هم په فلمي نړۍ کې قدم کیښود

له کترینا کیف وروسته یې خور ازابیل کیف هم په فلمي نړۍ کې قدم کیښود

د هندوستان د مشهورې اداکارې یا هنرمندې کترینا کیف خور ازابیل کیف هم په بالیووډ کې د قدم ایښودلو لپاره تیاره ده او ویلي یې دي چې خور یې په هندي فلمي صنعت کې ډېره اغېزمنه ثابته شوې.

کترینا کیف د بالیووډ یو له غوره اداکارو یا هنرمندو څخه ده، چې پخپل کریئر کې یې ډېر کامیاب فلمونه ذکر شوي فلمي صنعت ته ور کړي، خو اوسمهال د نوموړې خور ازابیل کیف هم غواړي چې په بالیووډ کې د خپل کیریئر پیل وکړي.

ویل کېږي چې ازابیل کیف به له سورج پنچولي سره په (ټایم ټو ډانس) فلم کې را څرګنده شي، چې دغه فلم به د نڅا په اړه کیسه کوي.

ازابیل کیف د یوې وروستۍ مرکې پرمهال ویلي، چې خور یې کترینا دې ته هڅولې ترڅو دومره لوی اقدام ترسره کړي، نوموړی زیاتوي چې له ماشومتوبه یې په ذهن کې بالیووډ و او په همدې سبب یې ډېر هندي فلمونه هم کتلي دي.

نوموړې وايي چې دا یوه نڅاګره وه، خو کله چې یې خور کترینا کیف په فلمونو کې د یوې اداکارې په ډول ولېدله نو د نوموړې هیلې هم په غوړېدو شوې.

دا هم ولولئ

جهانګير خان ٢

د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال د جهانګير خان د مړينې خبر رد کړ

د پښتو فلمونو د مشهور اداکار جهانګير خان د مړينې په اړه خبرونه خپاره شوي …