کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان: د يوې غريبې کورنۍ يتيم ماشوم وم
شاه رخ خان

شاه رخ خان: د يوې غريبې کورنۍ يتيم ماشوم وم

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ اکتوبر ٢٠١٩): د هندي سينما پاچا يا کنګ خان شاه رخ خان تازه په يوه غونډه کې ويلي دي، چې هغه د يوې غريبۍ کورنۍ، يتيم ماشوم و چې اوس دې ځاى ته رارسېدلى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي سينما نامتو فلمي ستوري شاه رخ خان په يوه غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې زه نور څه ويل نه غواړم، خو يوازې دومره وايم، چې بس يو خوب و چې رښتيا شو.

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو

شاه رخ خان د ايټالوي خوراکونو پخلى زده کوي

سلمان خان د راتلونکي اختر لپاره فلم پېدا کړ

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې زه د يوې غريبۍ کورنۍ ماشوم وم. يتيم وم خو د عزت، دولت او شهرت ترلاسه کولو لپاره د رڼاګانو ډک دغه ښار ته راغلم او بيا له هغه وروسته يو فلم ستورى شوم، چې نړۍ په ما د مينې باران وکړ.

نوموړي وويل، چې هغه خپل ځان هېڅ کله هم يو ستورى يا لوى سړى نه ګڼي، بلکې هر وخت خپل پخوانى وخت يادوي.

شاه رخ خان هغه مهال فلمي نړۍ ته راغلى، چې مور يې ناروغه وه، خو د هغه چې کله لومړى فلم نندارې ته وړاندې کېده، نو مور يې مړه شوې وه او هغه بيا ډېر کلونه وروسته هم په يوه مرکه کې دا ارمان وکړ، چې کاش د هغه مور ژوندۍ واى او د هغه دا شهرت او بريا يې ليدلې واى.

د شاه رخ خان پلار بيا تر د هغه مور ډېر پخوا مړ شوى و. شاه رخ خان اوس دوه زامن او يوه لور لري او د څه وخت راهيسې يې له فلمونو څخه رخصت اخيستى دى او خپل ټول وخت له خپلې کورنۍ سره تېروي.

تېره ورځ نوموړي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې اوسمهال له خپلو بچو سره دى او همدا راز ايټالوي خوراکونه پخوي. هغه وايي چې هر سهار خپلو بچو ته پاستا پخوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …