مېوې له غذایي توکو څخه ډکې ګڼل کېږي، چې په ورځني ډول یې استعمال د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي. الله تعالی زموږ لپاره په هر موسم کې بېلابېلې مېوې پیدا کړي، چې ترڅو په استعمال یې ښه ژوند تېر کړی شو، نو د اوړي په موسم کې باید هغه مېوې وکارول شي چې ډېرې زیاتې اوبه ولري او زموږ د بدن اړتیاوې پوره کړي. نو راځئ چې نن ورځ یو څو داسې مېوو وپېژنو چې په ورځني ډول یې استعمال د پوستکي، ویښتانو او عمومي روغتیا د ښه والي سبب کېږي.
هندواڼه:
د اوړي په موسم کې د انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، چې ددغه کمښت د پوره کولو لپاره د هندواڼې استعمال ډېر اړین وي، دغه راز د وینې لوړ فشار کنټرولوي او د روغتیا د ښه والي سبب کېږي.
انناس:
انناس د انټي اکسایدو یوه مهمه ذریعه ده، چې د اوړي په موسم کې یې استعمال د هضم د ښه والي او د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب کېږي.
کیوي:
کیوي هم د ویټامین سي یوه مهمه ذریعه ده چې په ورځني ډول یې استعمال د خوب، د زړه د روغتیا او د پوستکي لپاره غوره ګڼل کېږي.