کورپاڼه / د لوبو راپورونه / جاس بټلر د هند پر وړاندې انګلستان په دریمه لوبه کې بریالی کړ

جاس بټلر د هند پر وړاندې انګلستان په دریمه لوبه کې بریالی کړ

د انګلستان له خوا جاس بټلر ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د هند پر وړاندې يې انګلستان ته دریمه بریا هم ورپه برخه کړه.

د هند او انګلستان ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې انګلستان پچه وګټله او هند ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډو وکړې، چې له ډلې يې ویراټ کوهلي ۷۷ ناسوځېدلې او ریشب پانټ ۲۵ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا مارک ووډ ۳ او کریس جورډن ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۷ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا جاس بټلر ۸۳ ناسوځېدلې او جوني بیریسټو ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له لوري یوژیندرا چاهل او واشینګټن سندر ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جاس بټلر ته ورکړل شوه.

د پنځه نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې انګلستان ۲ او هند ۱ لوبه ګټلې ده، څلورمه لوبه به د مارچ په ۱۸مه نېټه په احمد اباد کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …