کورپاڼه / اسلام / اوومه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلیدو سبب کېږي

اوومه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلیدو سبب کېږي

په سترګو صبر کول: حضرت انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې الله تعالی فرمایي، کله چې خپله په دوو شیانو یعنې سترګو ازمایم او هغه پرې صبر کوي نو په بدل کې یې جنت ورکوم.

د مور او پلار خدمت کول: حضرت ابو هریره رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي، د هغه شخص دې پوزه په خاورو ککړه شي، رسوا او ذلیل دې شي چې مور او پلار ترې په زړښت کې راضي نه شي او جنت ته داخل نه شي.

د درد ورکوونکو شیانو لېرې کول: حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، یوه ونه چې مسلمانان ورڅخه په تکلیف کې ول، یو شخص راغی ونه یې ووهله او جنت ته لاړ.

د (لاَحَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاللّٰه) ډېر ذکر کول: حضرت ابوذر رضي الله عنه وایي چې رسول الله راته وفرمایل، آیا زه درته د جنت له خزانو څخه د یوې خزانې په اړه ونه وایم؟ ما ورته وویل چې یا رسول الله ضرور مې پوه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل (لاَحَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاللّٰه)

د (سُبْحَانَ رَبِّیَ الْعَظِیْمُ وَبِحَمْدِہ) ذکر کول: حضرت جابر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چا چې وویل (سُبْحَانَ رَبِّیَ الْعَظِیْمُ وَبِحَمْدِہ) د هغه لپاره به په جنت کې د خرما ونه کېښودل شي.

دا هم ولولئ

که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام دین بشپړ کړ او …