کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل میپس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړې

ګوګل میپس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټوونکی یعنې ګوګل سرچ انجن د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته لویه اسانتیا رامنځته کوي او په ګوګل میپس کې د کاروونکو لپاره ګټور فیچرې یا ځانګړتیاوې رامنځته کوي.

راپورونه وایي چې ګوګل خپل مشهور اپلیکشن له ټولنیزو رسنیو څخه په تاثیر اپډیټ کړی یا نوی والی یې ور پکې راوستی، ترڅو کاروونکي وکولی شي چې ډېر مواد پورته کړای شي.

د ګوګل له لوري په ګوګل میپس کې د ډېرو فیچرو یا ځانګړتیاوو د راوستلو اعلان شوی ترڅو ګوګل میپس ډېر کار وکړي او د کاروونکو لپارهذیې د ځایونو د تصویرونه د خپرولو اسانتیا هم رامنځته کړې.

ویل کېږي چې دغه ځانګړتیاوې په دې وروستیو میاشتو کې د ګوګل میپس د تازه کولو یا اپډیټ برخه دي او داسې ښکاري چې دغه شرکت ددې اپلیکشن له لارې د ګرځندویانو پلانونونه، له سوداګریزو ادارو سره اړیکه نېونه او هلته د رسېدو وسیلې، د پارکنګ فیس ورکول او د تجربو د شریکولو لپاره کور جوړوي او په دې برخه کې یې هڅې او کوښښونه ګټور څرګندېږي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …