کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان: که پوه شي چې لور یې هلک ملګری لري نو خوله به یې ماته کړي

شاهرو خان: که پوه شي چې لور یې هلک ملګری لري نو خوله به یې ماته کړي

د بالیووډ بادشاه شاهروخان وایي، که چېرته په دې پوه شي چې لور یې سهانا خان هلک ملګری لري، نو خوله به یې ور ماته کړي.

په هندي رسنیو د شاهروخان یوه پخوانۍ ویډیو لره بره کېږي، چې نوموړی او عالیه بټ د کرن جوهر په کوربه توب د (کافي وید کرن) په خپرونه کې میلمانه دي او پوښتنو ته یې ځوابونه وایي، کرن جوهر له شاهرو خان پوښتنه کوي، چې عالیه باید د چا لېدنې ته لاړه شي، چې شاهرو خان یې په ځواب کې وایي، د هر هلک لېدو ته تللی شي، ځکه زه چې له چاسره مخ کېږم نو دا ترې اورم چې نن سبا عالیه ورسره لیده کاته کوي، خو ما هیڅکله ورڅخه پوښتنه ورڅخه نه ده کړې او عالیه بټ زما لپاره د ماشومانو غوندې ده.

کرن جوهر وایي، چې ایا اوس ورڅخه پوښتنه کول غواړئ ځکه چې عالیه بټ یې تر څنګ ناسته ده، شاهرو خان وایي، نه، که چېرته عالیه بټ درې، څلور هلکان ملګري ولري نو زه به خپه نه شم، چې په دې دوران کې عالیه بټ په خبرو راځي او وایي چې داسې نه ده، چې څلور ملګري یې درلودل، خو اوس یوازې یو ملګری لري.

شاهرو خان ورته په ځواب کې وایي، چې موخه مې دا نه وه چې په یو وخت څلور ملګري لري، خو په دومره عمر کې د څلورو ملګرو لرل زما لپاره لویه خبره ده، کرن جوهر بیا پوښتنه کوي، که چېرته په دې پوه شې چې لور دې هلک ملګری لري نو تاسې به څه وکړئ؟

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by (@srkian.aman)

شاهرو خان وایي، که چېرته په دې پوه شي چې لور یې هلک ملګری لري نو خوله به یې ور ماته کړي، کرن جوهر بیا وایي، چې دی په دې پوهېږي چې لور مو څارئ، خو شاهرو خان بیا وایي، چې څارم یې نه، ماته د ټولنې په اړه معلومات شته نو ځکه خپلې لور ته پاملرنه کوي.

دا هم ولولئ

۸۳ فلم

د ۱۹۸۳ کال په نړیوال جام جوړ شوي فلم (۸۳) ټرېلر خپور شو

د هندي سینما د مشهورو اداکارانو رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون راتلونکي فلم (۸۳) ټریلر …