کورپاڼه / روغتيا / د مالریا د ناروغۍ د پېژندلو لپاره یو داسې اغېزمنه آله جوړه شوې چې په یوه دقیقه پایله راباسي

د مالریا د ناروغۍ د پېژندلو لپاره یو داسې اغېزمنه آله جوړه شوې چې په یوه دقیقه پایله راباسي

په طبي ساینس کې د انقلابي بدلونونو سربېره بیاهم په ځینو کې د مالریا ناروغیو سخته ناروغي ګڼل کېږي، چې اوسمهال په همدې لړ کې یوه داسې اله جوړه شوې چې له یوې دقیقې په کم وخت کې معاینه کوي.

ویل کېږي چې دغه آله ګزیل نومېږي، چې په سم ډول او په وخت کې په اسانه ډول پایله راباسي او بیټري ټوله ورځ چارج ساتي او هغه سیمې چې غریبې وي او د وسایلو کمښت سره مخ وي دغه آله ورته یو لوی نعمت ګڼل کېږي، چې له عادي آلو څخه ډېر تېز او غوره دی.

راپورونه وایي چې دغه آله په برازیل په ډېره اندازه تجربه شوې او معلومه شوې چې (ار، ډي، ټي) هم شاته کړ، تر دې چې د مایکروسکوپ په ډول د پلازموډیم وایوویکس په پرتله هم اغېزمن دی، باید ووایم چې د برازیل په دې سیمه کې د وایوویکس مالریا کچه ډېره ده.

په څېړنه کې ګډون کوونکي ګاکتر مارکس لیسرډا ویلي، چې پي وایوویکس په ډېرو معایناتو هم نه پېژندل کېږي او تباهي رامنځته کوي، نښې نښانې یې بیا بیا را څرګندېږي او دغه میکروب نور هم خپرېږي، خو اوسمهال یې د ګزیل آلې په مرسته مالریا پېژندل کېږي او په ختمولو کې اغېزمن رول لوبوي.

د پي وایوویکس مالریا په ډېرو هیوادونو کې عامه ده، خو دویم ډول یې پي فیلکي پیرم یې بیا دومره خطرناکه نه وي خو د سخت میکروب په صورت کې د مړینې سبب کېدلی شي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …