کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او زمبابوې لوبډلمشرانو (اصغر افغان او سين ويليمس) پرتلنه
افغانستان او زمبابوې

د افغانستان او زمبابوې لوبډلمشرانو (اصغر افغان او سين ويليمس) پرتلنه

نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

د افغانستان لوبډلمشري د اصغر افغان په غاړه ده او د زمبابوې لوبډلمشر سين ويليمس دى، چې دواړو د مډل ارډر توپوهونکي دي، اصغر افغان ٣٣ کلن او سين ويليمس ٣٤ کلن دى.

اصغر افغان تراوسه پورې ٦٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي او سين ويليمس بيا ٤٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لوبېدلى دى.

د اصغر افغان اوسط ٢١.١٥ دى او د سين ويليمس اوسط ٢٣.٨٣ دى، د اصغر سټرايک رېټ ١٠٧.٥٨ دى او د ويليمس سټرايک رېټ ١٢٨.٩٤ دى.

اصغر افغان تراوسه پورې ١٢٤٨ او سين ويليمس بيا ٨٨٢ منډې کړې دي، اصغر ٣ او ويليمس ٦ پنځوسيزې وهلي دي، د اصغر زياتې منډې ٦٢ او د ويليمس زياتې منډې ٦٦ دي.

اصغر افغان بيا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٤ توپونه هم ترسره کړي دي چې ٤ منډې يې ورکړي او ١ ويکټ يې اخيستې ده، سين ويليمس بيا ٧٩٢ توپونه ترسره کړي دي، چې ٩٥٩ منډې يې ورکړي دي او ٣٢ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حميد حسن او حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو …