وچې مېوې د انسان د روغتیا لپاره ډېرې ګټورې وي، بدن ته انرژي ورکوي او د انرژۍ سربېره په عمومي روغتیا مثبتې اغېزې کوي او د ډېرو زیاتو ناروغیو مخه نیسي.
د الرجل د مجلې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې څېړونکي وایي، چې ځینې مېوې د ډېرې زیاتې کالورۍ درلودونکي وي، چې بیا مو د چاغښت ښکار ګرځوي یاهم د مناسبو خوړو ترڅنګ بیاهم د ستونزو په کمولو کې خنډ رامنځته کوي.
روغتیایي کارپوهان وایي چې باید په ډېره اندازه ممپلي ونه خوړل شي، ځکه چې ممپلي په ډېره اندازه غوړ او کالوري لري، که څه هم ددغو توکو خوړل د عضلو د پیاوړتیا سبب کېږي. دغه راز په مویزو کې بیا په ډېره اندازه بوره او کالوري موندل کېږي، که څه هم ډېر ویټامینونه لري، چې د انسان د بدن لپاره ګټور وي، نو اړینه ده چې له ورزش کولو وروسته وخوړل شي.
بله خوا پسته هم د غوړو او کالورۍ درلودونکې ده او هغه کسان چې غواړي په دې مېوې سره وزن کم کړي نو له خوړلو دې ډډه وکړي او د مالګینو بادامو په یو موټي کې ۱۷۰ کالوري، شپږ ګرامه پروټین، څلور ګرامه فایبر او پنځلس ګرامه ښه غوړ لري، نو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې پورتنۍ مېوې دې په مناسب اندازه وکارول شي.