کورپاڼه / روغتيا / ښه خوب د رواني ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لوبوي

ښه خوب د رواني ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لوبوي

د شپې پرمهال یو ښه او ارامه خوب د انسان د مجموعي روغتیا سربېره د دماغي روغتیا لپاره هم اړین وي او له دماغي ستونزو او د احساساتو له منفي اغېزو یې خوندي ساتي.

څېړونکي وایي، چې د خوب پرمهال د انسان دماغ د پاکوالي له عمل څخه تېرېږي او هغه کسان چې د رواني ستونزو او منفي احساساتو سره مخ وي، خوب ورته ډېر ګټور ګڼل کېږي، خو که چېرته په سم ډول سره خوب ونه کړي نو دماغ یې د پاکېدو له عمل څخه نه شي تېرېدلی، چې بیا تر ډېره وخته د انسان روغتیا د ښه والي پرځای خرابېږي.

ویل کېږي چې په دې اړه یې د مناسب او نامناسب خوب او د رواني او دماغي روغتیا په اړه په رضاکارو کسانو څېړنې کړي او د خوب پرمهال یې د انسان د دماغو پاکوونکی سیستم (ګلیمفیک) هم څېړلی.

څېړونکي وایي چې د انسان د دماغو پاکوونکی سیستم تر اغېزو لاندې راتلل دا مطلب لري، چې دماغ زهرجن کېږي چې بیا ترڅو ورځو پورې کار کوي خو بیا وروسته خرابېږي، ځکه چې دماغ ډېر زهرجن شوي وي، چې په همدې سبب د ډېرو ناروغیو کور ګرځي.

له څېړنې معلومات شوه چې د رواني ستونزو او منفي احساساتو په نتیجه کې د انسان دماغ اغېزمن کېږي، چې خوب یې د پاکېدو لپاره زمینه برابروي، خو د خراب او نا ارامه خوب په سبب دماغ نه پاکېږي.

د دماغي روغتیا د ساتنې لپاره د ښه او ارامه خوب ترڅنګ باید د ځان پاکوالي ته پام وکړو، د موبایل او لیپ ټاپ له استعمال ډډه وکړو یا یې کم کړو او په همدې ډول باید خپل دماغ ښه او صحت وساتو.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …