کورپاڼه / خبرونه / د سریلانکا حکومت: په بورقعو او حجابونو یې د هیواد د امنیت لپاره بندېز لګولی

د سریلانکا حکومت: په بورقعو او حجابونو یې د هیواد د امنیت لپاره بندېز لګولی

د سریلانکا حکومت چې څو ورځې دمخه یې په بورقعو او حجاب باندې بندېز ولګوو، وایي چې دغه کار د هیواد د امنیت او سلامتۍ لپاره کړی دی.

راپورونه وایي چې وروسته له هغې چې د سریلانکا حکومت په بورقعو بندېز پورې کړ، د خلکو له غبرګونونو سره مخ شو او مسلمانانو یې دغه پرېکړه تبعیض وګڼله، خو د دوشنبې په ورځ د کابینې له غونډې وروسته ددې هیواد یو ویاند وویل، چې د هیواد امنیت لپاره یې دغه پرېکړه کړې او له دې پرته کومه بله موخه نه لري او په دې اړه یې له وړاندې په کابینه کې خبرې کړي.

په سریلانکا کې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې د بېلابېلو حملو په ترڅ کې ۲۷۹ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې له هغې وروسته دغه هیواد سخت اقدامات ترسره کړل.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر سرات ویراسکیرا تېره اوونۍ ویلي ول، چې د امنیت د ساتلو لپاره یې پر مسلمانو ښځو په بشپړ ډول د مخ په پټولو بندېز پورې کړ او قانوني شکل یې ورکړ، چې کابینې هم منلی دی.

نوموړی وایي چې په دې هیواد کې مسلمانې میرمنې او انجونې بورقعې او حجابونه کوي، چې دا د مذهبي افراطیت وروستی حد او موږ پرې بندیز لګوو.

که څه هم په سریلانکا کې د بورقعو او حجابونو کوونکي میرمنې کمې دي، خو بیاهم مسلمانان ور باندې د حیرانۍ څرګندونه کړې، یوویشت کلنه زده کړیاله عایشه وایي، چې پرته له حجابه له کوره وتل دا مانا لري لکه جامې یې چې نه وي اغوستي خو دا به په ماسک سره مخ پټوي.

دا هم ولولئ

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ …