کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت سلمان خان او سهیل خان خپل خدایي خدمتګار ګڼلي

راکي ساونت سلمان خان او سهیل خان خپل خدایي خدمتګار ګڼلي

هندي اداکارې یا هنرمندې راکي ساونت د بالیووډ سلطان سلمان خان او کشر ورور یې سهیل خان خپل خدایي خدمتګار ګڼلی.

راکي ساونت په دې وروستیو کې د یوې مرکې پرمهال د سلمان خان او سهیل خان په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دې دواړو یې په هغه وخت کې مالي او احساساتي مرسته کړې، چې ډېره زیاته اړتیا یې لرله او د مور په درملنه کې یې هم ورسره مرسته کړې او دا یې هم ورته ویلي ول چې دا خبره باید له رسنیو لېرې وساتل شي.

راکي ساونت سلمان خان او سهیل خان خپل خدایي خدمتګار ګڼلي او ویلي یې دي، چې په دې پوهېږي چې سلمان خان یې په شاوخوا کې وي نو هیڅ شی به غلط نه ترسره کېږي، دوی دواړو ورونو ورسره ډېره مرسته کړې او ټینګار یې کړی چې دا خبره به کوم بل ځای کې نه کوې.

راکي ساونت زیاتوي چې سلمان خان ورسره یوازې مالي مرسته نه ده کړې، بلکې د بیګ باوس خپرونې پرمهال یې لارښود هم تېر شوی او ملاتړ یې کړی. راکي ساونت د خپل کریئر د ستونزو په اړه وایي، چې په کوچنیوالي کې په هر څه پوهېده، ځکه چې د مور، ورور او د ګونډې خور مسولیت ور تر غاړې و او په هغه وخت کې به یې له خلکو سره په تېزه لهجه خبرې کولې، ځکه چې داسې څوک نه و، چې نوموړې پوه کړي، خو اوسمهال سلمان خان پوه کړې چې په ژبه باید کنترول ولري او د بیګ باوس په کورنۍ کې باید په نرمۍ سره چلند وکړي، که چېرته یې ځان بدل کړ نو په فلمي صنعت کې به کار وکړای شي.

یاده دې وي چې راکي ساونت د بیګ باوس څوارلسم پړاو په منځ کې خپرونه پرېښوده او څوارلس لکه روپۍ یې واخیستې ترڅو د خپلې مور درملنه پرې وکړي.

دا هم ولولئ

کاجل: د لور د پیدایښت پر وخت ډېره وېرېدلې وم

د بالیووډ ترټولو مشهورې اداکارې یا هنرمندې کاجل ویلي دي چې، د لور د زېږون …