کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهيدي د اونۍ غوره لوبغاړى اعلان شو
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي د اونۍ غوره لوبغاړى اعلان شو

د افغانستان تکړه توپوهونکى حشمت الله شهيدي چې د زمبابوې پر وړاندې يې په ټېسټ لوبه کې غبرګه سليزه ووهله او د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو چې دا کارنامه يې ترسره کړه، د اونۍ غوره لوبغاړى اعلان شو.

د (کريکټ ورلډ) وېبپاڼې نوموړى د اونۍ غوره لوبغاړى اعلان کړى دى، چې په تېره اونۍ کې تر ټولو ښه ځلېدونکى لوبغاړى دى.

حشمت الله شهيدي د افغانستان په شپږمه ټېسټ لوبه کې دا کارنامه ترسره کړه او د زمبابوې پر وړاندې په دويمه ټېسټ لوبه کې يې د ٢٠٠ منډو ناسوځېدلې توپوهنه ترسره کړه.

زمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته د ١٠ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه، چې په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان بيا د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه او لوبلړۍ ١-١ په مساوي شوه.

د يادولو وړ ده چې افغانستان له اسټراليا وروسته هغه هېواد دى چې يوازې په ٦ لوبو کې يې ٣ ټېسټ لوبو کې برياوې خپلې کړې دي، له دوى پرته بله کومه لوبډله په دې نه ده توانېدله چې دومره ژر درې برياوې خپل کړي.

دا هم ولولئ

د انګلستان کاونټي لوبه

د ټېکنالوژۍ په مرسته د ويکټ ساتونکي بې ايماني معلومه شوه

د انګلستان د کاونټي چېمپينشپ سياليو پر مهال د ويکټ ساتونکي هغه بې ايماني د …