د کرکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې ځينو لوبغاړو پرمختګ کړى دى، خو د ويسټ انډيز شاى هوپ بيا تر نورو ډېر مخکې تللى دى.
د اى سي سي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې شاى هوپ ٥ ګامه مخکې شوى دى او ٨م مقام ته رسېدلى دى، همدا راز ويراټ کوهلي بيا د تېر په څېر په لومړي مقام کې قرار لري.
له ويراټ کوهلي وروسته روهيت شرما، بابر اعظم، راس ټېلر، ارون فنچ، فاف ډوپليسي او ډيويډ وارنر په خپلو خپلو مقامونو کې د تېر په څېر دي، همدا راز کين ويليمسن او کوانټين ډي کوک ښکته تللي دي، چې اوس په ٩م او ١٠م مقام کې قرار لري.
Shai Hope was the highest run-scorer in the #WIvSL ODIs with 258 runs at 86.00 👏
His brilliant performance has helped him break into the top 10 of the @MRFWorldwide ICC ODI Player Rankings.
Full list: https://t.co/9XBRp67hlj pic.twitter.com/7VTCuse11v
— ICC (@ICC) March 17, 2021
بلخوا د اى سي سي نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په برخه کې ډيويډ ملن خپل لومړى مقام ساتلى دى، خو بابر اعظم او ويراټ کوهلي يو يو مقام پرمختګ کړى دى.
په دويم مقام کې ارون فنچ، دريم کې بابر اعظم، څلورم کې لوکيش راهول، پنځم کې ويراټ کوهلي، شپږم کې راسي وان در دوسين، اووم کې ګلين ميکسويل، اتم کې مارټين ګوپټيل، نهم کې حضرت الله ځاځى او په لسم مقام کې بيا ديون کانوى راغلي دي.
Back-to-back fifties in the ongoing #INDvENG series have helped Virat Kohli reclaim the No.5 spot in the @MRFWorldwide ICC T20I Player Rankings 👀
Full list: https://t.co/iM96Oe6eu6 pic.twitter.com/JkxEyZGTLr
— ICC (@ICC) March 17, 2021