د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره د افغانستان د لباس سپانسر په اړه تراوسه پورې څو خبرونه خپاره شوي دي، خو کرکټ بورډ لا په دې اړه غلى دى.
د ټېسټ لوبو د پيلېدو نه وړاندې کرکټ بورډ ويلي و، چې د ملي لوبډلې د لباس سپانسر به ملي سپورټ وي، خو اوس داسې ښکاري چې ډيوه پتنګ (ډيوه ګروپ) او د محمد نبي (MN7) هم د ملي لوبډلې د لباس سپانسر ترلاسه کړى دى.
په دې اړه کرکټ بورډ په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو ډيوه پتنګ په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې هغې د زمبابوې پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو د لباس سپانسر ترلاسه کړى دى.
PICS: Squads train ahead of the first T20I of #AbuDhabiSunshineSeries at Sheikh Zayed Stadium ! The match is about to start in around half an hour!#AFGvZIM pic.twitter.com/s6cKLCesdm
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 17, 2021
همدا راز اوس تازه چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو د تمريناتو کوم عکسونه خپاره کړي دي، په هغې کې ليدل کېږي چې د محمد نبي د لباس جوړولو شرکت (MN7) لوګو د ملي لوبغاړو د تمريناتو په لباس کې لګېدلې ده.
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ تر ډېره پورې معلومات له خلکو پټ ساتي او ان عادي خبرونه هم له رسنيو او خلکو سره نه شريکوي، چې د يادو دواړو خبرونو په اړه هم تراوسه پورې کرکټ بورډ رسمي څه نه دي ويلي.