د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغغالي کې ترسره کېږي، چې د زمبابوې لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان ١١ کسيز نوملړ:
رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، کريم جنت، عثمان غني، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان (لوبډلمشر)، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، امير حمزه، نوين الحق او فريد احمد.
د زمبابوې ١١ کسيز نوملړ:
سين ويليمس (لوبډلمشر)، برينډن موواتا، ريچمونډ موتمبامي، ريچارډ نګاروا، سکندر رضا، بليسنګ موزرباني، ويسلي ماديويري، ډونالډ ټريپانو، ريان برل، تاريساى مسکندا او تيناشي کمونهوکاموي.
د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې افغانستان او زمبابوې ٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې افغانستان په ٨ او زمبابوې په يوه لوبه کې بريا خپله کړې ده. وروستۍ لوبه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې وه، زمبابوې ګټلې وه.
همدا راز په روان سفر کې بيا د دواړو لوبډلو ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره شوه، چې د ١-١ سره دا لوبلړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاى ته ورسېده.