کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز په ٢٦ توپونو پنځوسيزه ووهله
رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز په ٢٦ توپونو پنځوسيزه ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز د زمبابوې پر وړاندې چټکه پنځوسيزه ووهله.

نوموړي په ٢٦ توپونو پنځوسيزه ووهله، چې ٢ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم پکې ووهلې.

دا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د رحمان الله ګربز دريمه پنځوسيزه ده، نوموړي تر دې مخکې په ١٠ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هم ٢ پنځوسيزې وهلي دي.

رحمان الله ګربز لا هم توپوهنې ته دوام ورکوي.

افغانستان تر دې مهاله پورې په ٨ اورونو کې ٨٠ منډې کړې دي، چې ١ ويکټ يې له لاسه ورکړې ده، کريم جنت چې پيليزې توپوهنې ته راوتلى و، د ٢٦ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده.

دا هم ولولئ

ای پي ایل ۱۳مه لوبه: ډیلي به نن له ممبۍ سره مېدان ته کوز شي

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۱۳مه لوبه نن د ډیلي کاپیټلز او …